Blogger


Dec 18, 2010

په افغانستان کې د رگبي لوبې فدراسيون جوړ شو (Rugby Foot ball in Afghanistan )



رگبي
رگبي د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې کيږي خو په افغانستان او گاونډيو هيوادونو کې يې نه تر سترگو کيدله
په افغانستان کې په لومړي ځل د رگبي لوبې فدراسيون جوړ شوى دى .
د دغه نوي فدراسيون جوړونکي وايي څو اوونۍ وروسته به افغان ملي رگبي لوبډله په کابل کې د ايساف له ځواکونو سره خپله لومړنۍ لوبه کوي .
دوى غواړي چې د رگبي لوبې د غوړولو لپاره په ښوونځيو کې دا لوبه دود کړي .
رگبي پنځلس کسيزه لوبډله لري چې لوبغاړي يې په لاس او پښو خټکى ډوله توپ وهي .
رگبي د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې کيږي خو د افغانستان په گاونډ کې نه تر سترگو کيږي .
د افغانستان د رگبي فدراسيون يوۀ غړي محمد منصور مجيد د بي بي سي سهارنۍ خپرونې ته وويل چې څرنگه يې دغې لوبې ته ورپام شول .


    No comments:

    Post a Comment