Blogger


Dec 9, 2010

ولسمشر کرزی ترکمنستان ته روان دی


نل ليکه
که له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ګاز نل ليکه و غځول شي، نو افغان لوري ته به هر کال شاوخوا 400 ميليونه ډالره ګټه رسېږي.
له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د غازو د نلليکي د غځولو په تړاو د يوه تړون د لاسليکولو لپاره افغان ولسمشر حامد کرزى د جمعې پر ورځ عشق اباد ته ځي .
د افغانستان د کانو وزير وحيد الله شهراني لا له وړاندې ترکمن پلازمينې ته تللی چې له اړونده چارواکو سره د دغه تړون لاسليکولو ته لاره هواره کړي.
د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ترکمنستان د غاز لېږدولو دغه پروژه له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره له مهمو پروژو څخه يوه ګڼل کېږي.
د 1780 کيلومترو په اوږد والي د دغې نل ليکې څه باندې اوه سوه کيلومتره يې په افغانستان کې تېرېږي، چې د عملي کار له پيل سره به يې زرګونه افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.
د دې ترڅنګ دغه پروژه ځکه د افغانستان لپاره مهمه ده چې ويل کېږي له بشپړېدو سره به يې افغانستان ته د کال شاوخوا 400 ميليونه ډالره ګټه رسېږي.
له کلونو کلونو بحث او ځنډ وروسته داسې ښکاري چې د دې چارې د عملي پيل کېدو پر لور هڅې ګړندۍ شوې دي.
ولسشمر حامد کرزي په کابل کې د يوې خبرې ناستې پر مهال وويل، د غازو د دغې نل ليکې د غځولو په اړه به د څلورو واړو هېوادونو ترمنځ د يوه تړون د لاسليکولو به موخه سبا(جمعه) ترکمنستان ته سفر وکړي.
د افغانستان د کانو وزير وحيدالله شهراني لا له وړاندې دغه هېواد ته تللی چې له تخنيکي پلوه د دغې سترې اقتصادي پروژې اسناد بشپړ او د تړون لاسليکولو ته لاره هواره کړي.
د نورو ترڅنګ امنيتي ستونزې د دې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې له مهمې ننګونې بلل کېږي.
ځينې افغانان وايي که حکومت غواړي د افغانستان اقتصاد وغوړېږي او کورني او نړيوال پانګه وال په دغه هېواد کې پانګونه وکړي، نو لازمه ده چې د نورو اسانتياوو تر برابرولو وړاندې امنيت ټينګ کړي.
خو نور بيا په دې باور دي چې سترې اقتصادي پروژې د کار فرصتونه برابروي او ښايي د امنيت په ټينگولو کې هم مرسته وکړي .

    No comments:

    Post a Comment