Blogger


Dec 14, 2010

افغان حکومت د هېواد وګړو ته 'برېښنايي تذکرې'


امیرزی سنګین
امیرزی سنګین:''په دغو تذکرو کې به یو برېښنايي چيپ وي، چې د تذکرې سربېره به پکې د موټر چلولو لېسنس، د ګاډو جواز سیر، او د ټاکنو لپاره د کارت معلومات هم موجود وي.''
افغان حکومت ددغه هېواد وگړو ته برېښنايي پېژند پاڼې يانې تذکرې وېشي.
په دغو پاڼو کې به د يوه کس کره ځانگړنې خوندي وي، چې د راى ورکونې د کارت، پاسپورټ او د گاډي چلولو د لېسنس په توگه هم کارول کېدى شي.
دغه تذکرې به د افغانستان د مخابراتو، ماليې، عدليې او کورنيو چارو وزارتونو د گډو هڅو په پايله کې وېشل کېږي.
چارواکي وايي افغانستان به د سيمې په کچه لومړى هېواد وي چې خپلو وگړو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکوي.
ددغو تذکرو د ورکولو بهير به له وسه اته مياشتې وروسته (په زمري مياشت کې) پيل شي، چې بشپړتيا به يې په ټول هېواد کې پنځه کاله وخت واخلي.
په دغو پېژندپاڼو کې به د يوۀ کس ټولې کره ځانگړنې او ان د هغه د سترگو او گوتو نښې هم خوندي وي، له همدې کبله ويل کېږي چې څوک ددغو پېژند پاڼو په برخه کې ټگي نه شي کولاى، او نه به څوک وتوانېږي چې تر يوې ډېرې پېژندپاڼې ترلاسه کړي.
چارواکي وايي ددغو پاڼو تر وېشلو وروسته به افغانان اړ نه وي چې د راى ورکونې کارت، او د گاډي چلولو لېسنس په جلا بڼو وساتي.
د افغانستان د مخابراتو وزارت سرپرست اميرزى سنگين وايي:
''په دغو تذکرو کې به یو برېښنايي چيپ وي، چې د تذکرې سربېره به پکې د موټر چلولو لېسنس، د ګاډو جواز سیر، او د ټاکنو لپاره د کارت معلومات هم موجود وي.''
چارواکي وايي چې دغه پېژندپاڼې به د گڼو ټگيو برگيو مخه ونيسي، او له پوليسو سره به هم د مشکوکو کسانو په پلټلو کې مرسته وکړي.
کاغذي تذکره
چارواکي وايي چې دغه پېژندپاڼې به د گڼو ټگيو برگيو مخه ونيسي، او له پوليسو سره به هم د مشکوکو کسانو په پلټلو کې مرسته وکړي.
ټاکل شوې وه چې دغه پيژند پاڼې تر تېرو ولسمشريزو ټاکنو مخکې وېشل شوې وای، خو د امکاناتو د نشتوالي له کبله دغه بهير وځنډېده.
همدا راز ويل کيږي چې ددغو نويو تذکرو په وېشلو سره به ددغه هېواد ادارې په دې وتوانېږي چې په ښه توگه د خپلو خلکو خدمت وکړي.
ددغه بهير بشپړتيا تر سلو ميلیونو ډيرو ډالرو ته اړتيا لري، چې نن يې تړون له يوه افغان شرکت سره لاسليک شو.
دغه شرکت چې گرانډ، ټکنالوژي، ريسورس يانې جي، ټي ار نوميږي ددريو کوريايي، ماليزيايي او امريکايي کمپنيو په مرسته کار کوي.

No comments:

Post a Comment