Blogger


Jan 2, 2011


د "منځنۍ اسيا تر ټولو لوى سپورتي کلى" جوړېږي

ترکمنستان لا تر اوسه د المپيک يو قهرمان هم نه لري.
ترکمنستان غواړي د ميلياردو ډالرو په لگولو سره په منځنۍ آسيا کې د المپيک تر ټولو لوى کلى جوړ کړي.
دغه هيواد په ١٩٩١ کال کې له خپلواکېدو راهيسې د المپيک يو مډال هم ندى گټلى، خو اوس يې ولسمشر غواړي چې خپل ولس د لوبو په کولو د ښې روغتيا څښتن کړي.
د ٦٠ زرو نندارچيانو لپاره د فوټبال لوبغالى، د کنگل هاکي لوبسيمه چې لس زره مينه وال يې د نندارې لپاره ځايولى شي، د سايکل چلونې سيمه، د تينس ډگرونه او د سياليو لامبو ډنډونه - دا ټول د هغو تاسيساتو يوازې يوه برخه ده چې ټاکل شوې ده د المپيک په دغه نوي کلي کې رامنځته شي.
پر ودانيو لگښت پنځو ميلياردو ډالرو ته رسېږي چې آن د ترکمنستان په څېر شتمن هيواد لپاره هم چې د نړۍ د طبيعي غازو سترې زېرمې په کې دي، خورا ډېرې پيسې بلل کېږي.
په ترکمنستان کې لوبې هغه څه دي چې په زياتېدونکي ډول د تبلغياتو لپاره کارېږي.
ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف، چې مخکې د غاښو ډاکټر او د روغتيا وزير و، بيا بيا پر دولتي ټلوېزيون د آس د ځغلونې، سايکل چلونې او غېږ نيونې پر حال ښودل کېږي.
ترکمنستان
ترکمنستان د نړۍ يو خورا گوښى او په اسرارو کې نغښتی دولت دى.
خو داسې برېښي چې پر روغتيا د هغه خپل ټينگار دومره اغېز نه دى درلودلى او ترکمنستان لا تر اوسه د المپيک يو قهرمان هم نه لري.
ښايي د المپيک دا کلى او پر هغه حيرانوونکي لگښت د همدې لپاره وي چې دغسې يو تل رامنځته شي.
ترکمنستان د نړۍ يو خورا گوښى او په اسرارو کې نغښتی دولت دى.
او دا چې د ولسمشر بيردي محمدوف وروستۍ پرېکړه به يوه رېښتونې نظريه وي او که تش حماقت- ويل يې گران دي خو يوه خبره په باور سره کېداى شي چې هېڅوک به هم په دې اړه خپل نظر نورو ته ونه وايي.

No comments:

Post a Comment