Blogger


Jan 24, 2011

Afghan genius in Holland.....


دهالنډ په هیواد کی د یوه پیاوړی او نامتو اکاډمیک افغانی ځوان شخصیت له خوا د طبی علومو په برخه کې د فوق العاده دوکتورا څخه برمیاله دفاع تر سره شوه       

د  (۲۰۱۰)میلادی کال د دسمبر په (۲۲) نیټه له غرمی وروسته په یوه نیمه بجو د هالینډ د خروننګین د ولایت په پوهنتون کی د خارق العاده او لوړ استعداد لرونکی علمی شخصیت ښاغلی بختور محمودی د علمی او لوړو تخصصی لاسته راوړنو په اړوند  پرتمینه غونډه جوړه شوی وه . 
نوموړی غونډه د ټاکلی سناریو او پروګرام سره سم پیل شوه .
د غونډی لومړی برخه دخروننګین د پوهنتون د (۱۱) تنو پروفیسرانو او (۲) تنو علمی شخصیتونو په ګډون جوړه شوی وه .
د غونډی دویمه برخه د ماښامنی ډوډی او په زړه پوری هنری کنسرت ته ځانګړی شوی وه .
د غونډی په لومړی پړاو کی د پوهنتون ریس د (۱۳)تنو علمی او تخصصی شخصیتونو سره یو ځای د غونډی تالار ته راننوتل او ورپسی ښاغلی داکتر بختور محمودی چی د دووتنو هالینډی استاذانو له خو یی ملتیا کیده دغونډی تالار ته راغلل .
غونډه دیوه هالینډی پروفیسر په مشری پیل شوه او د ښاغلی  داکتر بختور محمودی دخارق العاده کارونو او نویو کشفیاتو په اړوند چی د طبی علومو په تخصصی او علمی مجلو کی خپاره شوی دی دغونډی برخه والو ته په زړه پوری معلومات ورکړل او له ښاغلی داکتر بختور محمودی څخه یی مننه وکړه او هغه ته یی د دغو سترو بریو له کبله مبارکی وویله .

ورپسی بیلابیلو پروفیسرانو په خپل وار سره له ښاغلی  داکتر بختور څخه د طبی نویو کشفیاتو او دهغه علمی کتاب په هکله چی د ده له خوا لیکل شوی پوښتنی وکړی چی ښاغلی داکتر بختور په سړه سینه او پوره اکادمیک حاکمیت ټولو پوښتنو ته قانع کوونکی علمی ځوابونه وړاندی کړل چی دغونډی د برخه والو له خوا د پرله پسی چکچکو او خوښی په څرګندولو سره یی هرکلی وشو.
په غونډه کی د لسو دقیقو په ځنډ سره مشخص علمی کمیسون د ښاغلی داکتر بختور نویو طبی کشفیاتو او دهغه په اړوند ځوابونه وارزول او د کمیسون ریس په علمی او مسلکی کلماتو سره د ښاغلی داکتر بختور علمی بریاوی وستایلی او د دکتورا ویاړلی دپلوم یی هغه ته د غونډی د برخه والو د تودو ولولو په څپوکی وسپاره .
دمحترم بختور نوي کشفیات دامریکایي اوانګلیسي په معتبرواو علمي مجلو کې )خپور شوي دي.Circulation, J Thromb Haemost, JAMAلکه ( 

د غونډی لومړی برخه د کمیسون د ریس د وینا په اورولو سره پای ته ورسیده .
ورپسی دغونډی برخه وال د پوهنتون موظفو کارمندانو استاذانو له خوا دویم تالار ته د مازدیګرنی لپاره وبلل شول چی دهغه په ترڅ کی د غونډی برخه والواو د داکتر بختور مینه والو د ګلانو د ګیډیو او سوغاتونو په ډالی کولو سره هغه ته د مبارکی مراتب وړاندی کړل له هغه وروسته د غوڼدی زیاتره برخه وال د ترس لینګ هاوز په هوټل کی د ماښامنی ډوډی دخوړلو او په زره پوری کنسرت ته وبلل شول .


د کنسرت په پیل کی دښاغلی بختور محمودی پلار ښاغلی ظفر محمودی د غونډی برخه والو ته ښه راغلاست او کور ودانی وویله او دخپل زوی د لوړ استعداد په هکله یی په زړه پوری معلومات وړاندی کړل له هغه وروسته دپیاوړی او نوښتګر شاعر ښاغلی الهام الدین قیام هغه شعر چی د ښاغلی بختور محمودی د علمی بریاوو د ستاینی په هکله یی رالیږلی و د تکړه او پیاوړی ژورنالیست ښاغلی بسم الله اکبري له خوا دکلمه او واورول شو چی د غونډی د برخه والو د تودو چکچکو  او شاندارو ولولو په څرګندولو سره بدرګه شو.
همدغه شعر دخوږ اوازه او پیاوړی هنرمند ښاغلی یارمحمد په ښکلی هنری کمپوز سره د موسیقی په څپوکی واوروه .


همدا راز په غونډه کی په هالینډ کی د افغانستان اسلامی جمهوریت لوی سفیر او فوق العاده استازی ښاغلی عنایت الله نبیل پیغام د نوموړی سفارت د سیاسی دفتر د آمر ښاغلی شفیع الله خاوری له خوا واورول شو..
په پیغام کی دښاغلی بختور محمودی سترو بریو له امله د مبارکی او خوښی مراتب وړاندی شول او خپل ګران هیواد افغانستان ته یی د هغه د لازیاتو خدمتونو د ترسره کولو هیله څرګنده کړه ورپسی ښاغلی یعقوب بهروز د هیواد د یوه تکړه او غښتلی ژورنالیست په توګه خپل د مبارکی  او خوښی مراتب څرګند کړل او د افغانانو د ذاتی او فوق ا لعاده استعدادونو په اړوند یی لنډی خبری وکړی .


زموږ د هیواد پیژندل شوی هنرمند ښاغلی یارمحمد د خوښی مراتب وړاندی کړل او په خپلو خوږو سندرو او مستو اتڼیزو نغمویی د غونډی خوښی او پرتم لا زیات کړ. 
همدا راز پدغه غونډه کی یو شمیر هالینډیانو د په زړه پوری کوراس او خوږی ترانی په وړاندی کولو سره د ښاغلی بختور محمودی د علمی او تخصصی کارونو څخه ستاینه او خوښی څرګنده کړه  چی د غونډی له خوا یی تود هرکلی وشو همدا راز یو تن هالینډی استاذ د ښاغلی بختور د ځانګړی استعداد او غوره اخلاقو په هکله ډیری په زره پوری او خوږی خبری وکړی چی دهغه په وړاندی ښاغلی بسم الله اکبري د هالینډی استاذانو دخواخوږی او مینی څخه مننه وکړه او د افغانستان د لرغونی تاریخ د ځینو سترو فرهنګی فلسفی او نابغه شخصیتونو په یادونی سره یی په ګران هیواد افغانستان کی د بشپړ سولی د تامین او د نورو ځوانو استعدادونو د لا غوړیدو هیله وکړه .
د غونډو لړی د هیواد پیاوړی عکاس او کمره مین ښاغلی انجنر سید محمدبشیر حسینی له خوا عکاسی شوی او دهغه په زره پوری فلم به په ډیر نیږدی وخت کی ټولو پوهنتونونو او نورو اکادمیکو موسساتو ته وړاندی شی .
ښاغلی بختور محمودی(۱۹۸۳ ) کال د اپریل په (۱۴) نیټه د خوست ولایت د اسمعیل خیلو په ولسوالی کی زیږیدلی دی هغه (۱۸) کلن و چی د خپلی کورنی سره یوځای راګدوال شو او په خپل ځواکمن او خارق العاده لوړ استعداد سره یی وګولای شول چی په لنډه موده کی هالینډی او انګلیسی ژبی په علمی سطحه زده کړی او په (۲۷) کلنی کی یی پخپلو کارنده او رغنده هڅو سره ماسټری او د طب په ډګر کی دوکتورا ترلاسه کړه .  
چی موږ ټولو افغانان پری ویاړو او هغه ته د لازیاتو بریو او همیشنی روغتیا هیله کوو.

په درنښت او ادب


Read more...


             ناراواکړی (Kissing)  اسلام ولې زبیښاوی   

ګرانو مسلمانانو ورونو اوخویندوداخوهرسړی اوښځه وایې چې زه مسلمان یا مسلمانه یم خو مونږ اوتاسو ته اسلام میراثي پاتې ده ځکه یې په خوند او سپیڅلتیا هومره لکه څنګه چې اړینه ده نه پوهیږو.داسلام ددین ګټې، حکمت عملي،  تقدس او سپیڅلتیا خو به هلته درمعلومه شي چې کله تا سو له اسلام،  اسلامې احکامو، فقهې قوانینواو دنوموړو قوانینو له حکمتونو ځان خبر کړی اوس خو مونږ په یوه مسلمانه ټولنه کې وزیږو او له همغې ټولنې اسلام کسب او تر ګوتو کړو ځکه نو له هر څه ناخبره پاتې یو او دنړی ټولې ستونزې دمسلمانانو غاړی ته غورځیدلې دي. مسلمانان دې داسلام دخوند او سپیڅلتیا په هکله له آشوک کولن څخه چې په کلونو کلونو یې دکلیسا چوپړ وواهه او یا هم یواني رډلې څخه چې اسلام یې مطالعه او تر غور لاندې ونیوه او وروسته له هغې مسلمانان شول وپوښتي تر څو داسلام په هکله دخپلې بې پر وایې څخه خبر شی په هر حال زه دلته یا دونه کوم چې هر څه په قران اونبوي احادیثو کې شته خو که مسلمانان یې وپلټي. په یوه عربي مطلب کې راځې چې :(ټول علوم په قران کې شته مګر دخلکو دفهم او ادراک اړخ کمزوری دی.) ددې خبرې دثبوت لپاره ډیرو سترو سترو لیکنو او خپرونو ته اړتیا ده خو زه یې نن یوه برخه باندې څه لیکل غواړم او هغه داچې اسلام له هرچا سره دنامشروع زبیښاوي اویا دمود روز په اصطلاح لب چوشي ناروا او نا کاره عمل یې ګڼلی او مسلمانا نو ته یې حکم ورکړی چې ورځنې ډډه وکړي. اوس مسلمان ته پکار دي چې ددې کار نه دډډې کولو سره سره ددغه حکم په حکمت ځان پوه کړي او دکفارو د قانع کولو لپاره ورځنې دیوه دلیل او ثبوت شوي حقیقت په څیر کارواخلي. داسلام ددغې وړاند وینې څخه په سلګونو کلونه وروسته داسترالیا د هیواد رنځ پوهان او درمل پوهان دیوې څیړنې په ترڅ کې دې پا یلې ته رسیږي چې له هر چا سره دزبیښاوي څخهدMeningitis او Meningococcal Septicaemia  دناروغیو د رامنځ ته کیدلو خطر څلور ځله زیاتیږي. په دې مانا چې دغه کار ددغو ناروغیو په رامنځ ته کیدلو کې خورا غټ لاس لرلی شي.کوم چې دلویدیځې نړی او امریکا یو منلی دود دی او ان تر دې چې هر کال ددې کار لپاره غونډې جوړیږي او ډالۍ ورکول کیږي چې دا وړ غونډې دBest Kiss Award په نوم يا دیږي.

ددغې څیړنې سره سم د یو بل د شونډو او ژبو دزبیښلو له لارې ددغو ناروغیو مکروبونه له یوه وګړي بل وګړي ته لیږدیدای شي. ددغې څیړنې پوهان وایې چې ددې څیړنې په ترڅ کې ددوو اونیو په پړاو کې له اوو راز راز خلکو سره زبیښاوی وشو. ددغې څیړونکې ډلې مشر رابرټ هوني وویل چې ځوانانو ته پکار ده تر څو خپله رویه بدله کړي مګر هغه وویل زه ډاډمن نه یم چې دوی به داکاروکړي. نوموړې وویل پورتنۍ یادې شوي ناروغۍ ځان وژونکې ناروغۍ دي چې ډیرې نمونې یې په وړوکوالې او ځوانۍ کې لیدل کیږي.
په امریکا او انګلستان کې د ۱۹۹۰ لیسزې په دوران کې دغه ناروغۍ په ډراماتیکه توګه ډیرې شوې دي.په انګلستا ن کې په۱۹۹۹ کال کې د Meningitis د واکسین دپیژندل کیدو نه وروسته په دغه نا روغۍ کې کمښت راغی مګر داناروغۍ اوس هم په راز راز بڼو شتون لري.ددغې ناروغۍ خپریدل په هغو ماشوما نو کې چې عمر یې ۱۳څخه تر ۱۹ کلونو پورې وي لس په سلو کې اټکل شوی.
د ناروغۍ نښې نښانې:
داڅه اسان کار نه دی چې Meningitis او Septicaemia  دې په خپلو لومړیو پړاونو کې وپیژندل شي ځکه چې په لومړیو پړاونو کې  د ناروغۍ نښې نښانۍ کیدای شي دنوروډیرو ناروغیو له نښو نښانیو سره ورته والی ولري د نمونې په توګه Flu  .د ناروغۍ لومړنۍ نښې نښانې عبارت دې له: تبې ، سردرد، کا نګې، ټولیزه ستړیا اوNausea (سړی ته ځان ناروغ ښکاري)
ددغو ناروغیو عمومې نښې نښانې په لاندې څیره کې ښودل شوي دي:
په کوچنیانو کې:

۱-د تودوخې لوړه درجه، تبه په پښو او لاسونو کې دیخنۍ له شونتیا سره.
۲- کانګې او یا د خوړو بیرته راواپس کول.
۳- لوړ زګیروی او په رینګه ژړا.
۴- دبڼې زیړ والی او دسرو داغو نو شتون.
۵- دما شوم نګوښیدل،  ګوډ ګوډ تلل او له لاس نیونې ډده او غمځپلی ښکاریدل.
۶-په سختۍ له خوبه پاڅیدل او خوبجني.
۷-د ما شوم په سر باندې د صا فو ټکیو شتون چې کیدای شي ترینګلې او یا هم را پړ سیدلې وي.
په ماشومانو او لویا نو کې:

- د تودوخې لوړه درجه، تبه په پښو او لاسونو کې دسړو له شونتیا سره.
۲- کا نګې او ځینې وخت نس ناستې.
۳-کلک سردرد.
۴-د غاړې کلکوالی(په دې ما نا چې سړی نه شې کولای خپله زنه له سینې سره ولګوي.
۵- دبندو او غړیو درد، ځینې وخت دمعدې څړیکې لهSepticaemia سره.

۶- دتیزې او ځلیدونکیو رڼاوو نه خوښول.
۷- نیم ویده والی(خوبولی)
۸- راز راز حملې او غوټې
اوس مونږ باید پوه شو چې څنګه Meningitis اوSepticaemia
 نښې نښانې وپیژنو څکه ډیر ځله خو ډاکټر ته ژر نه تګ دمرګ او ژوند تر منځ برید وګرځې.
دیادونې وړده چې ددغو نا روغیو یوه نښه دننکیو راختل دې اړینه نه ده چې ټولې نښې نښانې دې په یوه ناروغ کې راڅرګندې شي.
داوړ دننکیو راختل دپوستکې لاندې نسجونو ته دوینې دڅڅیدنې له امله منځ ته راخې.او دادې لامل ګرځې چې بدن لکه په ستن سوری سوری شوی ښکا ري او وینه ترې راوځي. لکه په لاندې څیره کې:

دSepticaemia دننکیو راختل ښي.
زمونږ لپاره ددغو نا روغیو څخه دمخنیوي غوره لار داسلام په لارښونو عمل کول دي اوددې لیکنې موخه داده چې تر مسلمانان پوه شي چې څومره غوره دین لري. او دټولو مسلمانانو څخه زما هیله ده تر څو په اسلامېAnalogy
 کار وکړی او ټولې نړی ته یې وړاندې کړي.
په سپیڅلې کلیواله مینه





Read more...